BBC
 شاته

د 'داعش مشر' له پنځو کلونو وروسته ویډیو کې ښکاره شو

هغه سړی چې باور دی د داعش مشر ابوبکر بغدادي دی، له پنځو کلونو وروسته یوه تبلیغاتي ویډیو کې ښکاره شو او په عراق او سوریه کې د دې ډلې د سختې ماتې د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه. نوموړی دا هم مني چې اسلامي دولت د سوریې باغوز ښار کې- چې سیمه کې د دې ډلې وروستۍ اډه وه- هم ماته خوړلې ده.