شاته
له مخالفتونو سره سره د سولې مشورتي لویه جرګه سبا پیلېږي
د سولې مشورتي لویې جرګې جوړوونکی کمیسیون وايي، دې ناستې لپاره هر اړخیز چمتوالی نیول شوی او غړي یې کابل کې را ټول شوي. یاده جرګه به سبا دوشنبه د اپرېل پر ۲۹مه د څلورو ورځو لپاره پیل کېږي، خو ګڼ شمېر سیاسي مشران او طالبان پکې ګډون نه کوي