BBC
 شاته

کرزی: د سولې مشورتي لویه جرګه دې وځنډول شي

د ښاغلي کرزي په خبره خپله ده ولسمشر محمد اشرف غني ته د دودیزې لویې جرګې رابللو وړاندیز کړی و، چې په وینا یې هغه مهال د سولې اوسنۍ پروسه نه وه پیل شوې، خو په وینا یې اوس چې د افغان سولې په تړاو خبرو کې پرمختګ شوی، باید پکې د افغان حکومت ګډون تقویه شي او له منفې اغېزو یې د ژغورل کېدو لپاره باید دغه مشورتي لویه جرګه وځنډول شي.