BBC
 شاته

یوناما: د حکومتي ځواکونو عملیاتو کې د ملکي کسانو وژنه ډېره شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' د ۲۰۱۹ کال لومړۍ ربعې رپوټ کې ویلي، د حکومت پلوو ځواکونو له خوا عامو خلکو ته ډېر مرګ اوښتی، چې په وینا یې لږترلږه ۳۰۵ ولسي وګړي په کې وژل شوي. تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي وو، تېر کال د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۱۹٪ لوړه شوې وه.