BBC
 شاته

ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین ولسمشر وټاکل شو

تلویزیوني ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین د ټاکنو په دویم پړاو کې بریالی شوی او د دې هېواد راتلونکی ولسمشر به وي. نارسمي پایلو ښودلې چې نوموړي ۷۰ سلنه رایې ګټلي. د ده سیال او اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو یوازې ۲۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي