BBC
 شاته

سودان: پوځ د عمر البشیر حکومت نسکورولو اعلان وکړ

سودان کې د دغه هېواد دفاع وزیر وايي، د ولسمشر عمر البشیر حکومت نسکور شوی دی او له لنډ مهاله دورې وروسته به ټاکنې تر سره شي. دفاع وزیر ویلي، د دوو کلونو لپاره یوه موقته دوره پیل شوې، چې له هغه وروسته به د نوي اساسي قانون له مخې ټاکنې وشي. د عمر البشیر استعفا غوښتنې په تړاو د اجتجاجونو له ډېرېدو وروسته د سودان پوځ له خلکو وغوښتل چې یوه اعلان ته انتظار وکړي.