شاته

ټرمپ له ایران سره د جګړې قانوني واک لري؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ د دې هېواد کانګرېس ته له دې ځواب ور کولو ډډه وکړه، چې د ډونلډ ټرمپ حکومت پر ایران د برید قانوني واک لري که نه. د مشرانو جرګې ځینې غړي وايي، د ترهګرې ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسدران پېژندلو سره ډونلډ ټرمپ غواړي د جنګ لپاره حقوقي لار پیدا کړي.