شاته

''د مهسا وژونکو دوسیه بشپړه او محکمې ته استول شوې''

نژدې شپږ کلنه مهسا شاوخوا یوه میاشت مخکې دوو کسانو د پېسو غوښتنې لپاره کابل کې وتښتوله او یوه شپه وروسته یې مړی وموندل شو. اوس د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د وژل شوې ماشومې مهسا قاتلانو دوسیه یې محکمې ته استولې ده. ولسمشر غني د دغې پېښې عاملینو ته د جدي جزا غوښتنه کړې وه.