شاته

رویترز: امریکا 'ډېر ژر' د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو نوملړ کې شاملوي

د رویټرز خبري اژانس د درې امریکايي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې امریکا غواړي د ایران ځانګړي ځواکونه 'سپاه پاسداران انقلاب اسلامي' د ترهګرو ډلو لیست ته ور زیات کړي. که دا ومنله شي، لومړی ځل به وي چې امریکا د یوه هېواد رسمي پوځ تروریستي بلي. ایران وړاندې ویلي و داسې پریکړې ته به 'سخت' ځواب ووايي.