BBC
 شاته

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی کندهار کې وژل شوی

د کندهار پولیس وايي، نا پېژاندو وسله والو د کندهار ښار د سرې جامع جومات شاوخوا سیمه کې له ارزګان نه د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی په ډزو وژلی دی. د کندهار د پولیسو مشر تادین خان وایي، د دوی لومړني مالومات ښي چي برید ګر دوه کسان وو او پر ښاغلي بارکزي یې هغه مهال برید وکړ چي نوموړي په ټیلیفون کې خبرې کولې.