BBC
 شاته

پاکستان: مفتي تقي عثماني له وسله وال بریده روغ وتلی

د پاکستان کراچۍ ښار کې د کورنګي دارالعلوم نومې مشهورې مدرسې پر ښوونکو برید کې دوه کسان وژل شوي او مفتي تقي عثماني ته دغه برید کې زیان نه دی اوښتی. پولیس وايي، مفتي تقي د جمعې خطبې لپاره جومات ته پر لاره و چې برید پرې شوی دی.