BBC
 شاته

د نیوزیلنډ مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی

د نیوزیلنډ په کرایسچرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د وسله وال برید په تړاو مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی او په رسمي توګه تورن شوی دی. چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ۴۹ کسان وژل شوي او شاوخوا څلوېښت نور ژوبلېدلي دي.