BBC
 شاته

د کورنیو چارو وزارت: بلخ ته ځانګړي ځواکونه تللي؛ د ولسمشر امر پلی کیږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات وايي، د بلخ د پولیسو نوی مشر جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزاري شریف ته رسېدلی او په دې برخه کې به د ولسمشر امر بې له کوم ځنډه پلی کیږي. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ددې ګمارنې مخالفت وکړ.