شاته

پاکستان د چمن – سپین بولدک لارنن بیرته پرانیستله

پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک سرحدي لار د دیارلسو ورځو بندولو وروسته نن سهاربیرته په رسمي ډول د واریداتو او صادراتو پر مخ پرانیستله.

پاکستاني سرحدي ځواکونو دیارلس ورځې دمخه دغه لاره د ناڅرګندونو دلایلو له امله وتړله چي افغان سوداګرو ته او بزګروته يې ډیر زیات مالي تاوانونه واړول .

د کندهار د سرحدي پوليسو کميسار سمونوال محمدعلي داوري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د دغې لارې د خلاصولو لپاره یې له پاکستاني سرحدي چارواکو سره څلور ځلې غونډې کړې وې.

سمونوال محمدعلي داوري وویل، چې پاکستاني لوري تیره ورځ ورسره موافقه وکړه چې نن د پنج شنبې په ورځ به دا لار د صادیراتو او واریداتو پر مخ پرانیستل شي .

ښاغلي داوري وويل" نن سهار ۷ بجې پاکستاني ملېشه وو لار پرانیستله او ترانسپورتي وسایطو خپل تګ راتګ ور باندې پيل کړي" .

دا لار د زمري د میاشتې په ۲۸ ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، هغه مهال وتړل شوه چې لومړی د ډیورنډ کرښې پاکستاني لوري ته له چمن څخه یوه ډله مظاهره کونکو د هند بیرغ او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني تصویر ته اور واچاوه ، چې د دې کار په غبرګون کې د ډیورنډ کرښې افغاني لوري ته د جشن لمانځونکو د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه .

په سپین بولدک کې سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، دا ځل د افغانستان او پاکستان د سرحدي مامورنیو ترمنځ پریکړه شوې چې د ډیورنډ کرښې صفري نقطې ته نږدې به په راتلونکی کې څوک لاریون ته نه پریږدي .

بلې خوا ته د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي وايي چې دوی به د افغاني زراعتي محصولاتو د صادریدو لپاره پر بدیلو لارو په جدي توګه کار وکړي .

نوموړي پر هغو سیمه ییزو تجارانو هم سخته نیوکه وکړه چي په عنعنوي شکل تجارت کوي او ټوله تکیه يې د پاکستان پر مارکیټونو ده .

ښاغلي شمسي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل " نور باید زموږ تجاران له پاکستاني فکره راووځي ، هغه کسان چې پاکستاني تجارانو ته کمېشن کاري کوي او دلته زموږ باغدارانو ته ځانونه تجاران معرفي کوي نور موږ نه پریږدو ، حکومت په لوړه کچه او موږ دلته په سیمه ییزه کچه دې موضوع ته سخت متوجه یو ځکه هر کال پاکستان یوه بهانه راته کوي او زموږ د حاصلاتو پر وخت لار را باندې بندوي " .

د کندهار د سوداګری خونو رئیس حاجي نصر الله زهیر امریکاغږ ته وويل، چې د چمن سپین بولدک د لارې د بندیدو له امله یوازې د کندهار بزګرانو ته کږدې یو میلیون ډالرو تاوان اوښتی دی .

چمن – سپین بولدک د افغانستان په جنوب کې د پاکستان او افغانستان ترمنخ مهمه تجارتي او ترانزیټي لار ده .

ټاکل شوې چي له دې لارې څخه د افغان کډوالو د بیرته را ستنیدو بهیر هم عادی حالت ته را وګرځي .

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سیمه ییزو دفترو له افغان کډوالو څخه غوښتې وو چي د لارې د پرانیستلو تر وخته دي انتظار وباسي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي