BBC
 شاته

افغان حکومت: د سولې لپاره طرحه لرو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا افغان حکومت یوه طرحه لري او هر کله چې طالبان وغواړي دوی ورسره خبرو ته چمتو دي. د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د قطر راتلونکې غونډه هيله بښونکې بولي او تمه ښيي چې د طالبانو پلاوی به پکې له دوی سره د خبرو او اوربند په اړه پرېکړه وکړي.