BBC
 شاته

طالبان: ملا برادر د قطر راتلونکو خبرو کې ګډون نه کوي

طالبان له امریکا سره په را روانو خبرو کې د خپل نوي سرمرکچي ملا عبدالغني برادر د نه ګډون خبره کوي. ټاکلې ده دا خبرې را روانه دوشنبه په قطر کې وشي. ځینې سرچینې وایي، د دې کار یو لامل په قطر دفتر او سیاسي خبرو کې د ښاغلي برادر د ونډې پر سر په طالب مشرتابه کې اختلاف دی.