شاته
شهزاده بن سلمان له پاکستان وروسته هند ته ځي
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته مخکې له دې چې هند ته لاړ شي بیرته ریاض ته ستون شو او له هغه ځایه نن هندوستان ته ځي. دا هند ته د محمد بن سلمان لومړنی رسمي سفر دی چې په ترڅ کې به یې په بېلا بېلو برخو کې د ملیاردونو ډالرو پانګونې اعلان وکړي.