BBC
 شاته

اتمر: سرپرست حکومت دې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر ویلي، دا ټاکنې باید د یو سرپرست حکومت لخوا ترسره شي، ځکه د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د کاري مودي د پای، او د ټاکنو د نېټې ترمځ د وخت واټن شته. ښاغلي اتمر دا څرګندونې کابل کې خبري ناسته کې وکړې