BBC
 شاته

سعودی شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته ورسېد

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په دوه ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د لس ملیارده امریکایي ډالرو د پانګونې سندونه لاسلیک کړي