BBC
 شاته

له امریکا سره د سولې په اړه د ولسمشر غني خبرې

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې هیله ښودلې، چې طالبانو سره خبرو کې به یې پرمختګ وشي او د خبرو بهیر ته د افغان حکومت په ور ګډېدو به افغانستان کې سولې او ټیګاو ته لاره جوړه شي. د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د دې لیدنې پر مهال ښاغلي پېنس وویل، د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره امریکايي تګلاره بریالۍ ده، چې په پایله کې یې طالبان خبرو ته کېناستل.