BBC
 شاته

کشمیر کې موټر بم برید ۴۰ هندي سرتېري وژلي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیمه پوځي ملیشو پر یوه کاروان یوه موټر بم برید کې لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري وژل شوي دي. ویل کېږي چې دا په تېرو دېرشو کلونو کې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر ټولو خونړی برید دی. پاکستان مېشتې جیش محمد نومې ډلې د دغه برید کولو ادعا کړې.