BBC
 شاته

پاتریک شنهن: امریکا به له افغانستانه خپل سرتېري په خپل سر و نه باسي

د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شنهن وویل، امریکا به له افغانستان خپل سرتېري له نورو سره له مشورې پرته په خپل سر او ګوښې توګه و نه باسي. د ناټو ټولنې عمومي منشي ین سټولټنبرګ غونډې ته وویل، ناټو متحدین افغانستان ته یو ځايي تللي وو او د دغه ماموریت د راتلونکي پرېکړه به هم په شریکه کوي.