BBC
 شاته

''ولسمشر غني د ځان په ګټه د ټاکنو قانون کې بدلون راولي''

افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په ګډه ولسمشر محمد اشرف غني تورن کړی چې د ځان په ګټه د ټاکنو په قانون کې بدلونونه راولي. بل لور ته ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، همدا نن 'جمعه' د ولسمشر په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو او نوماندانو استازو په ارګ کې د ټاکنو قانون د بدلون په څرنګوالي غونډه درلوده.