د برازیل نوي ولسمشر د ملت سره د روښانه راتلونکي ژمنه کړي
د برازیل نوي ولسمشر مائکل تمیر د ملت سره ژمنه کړیده چې د دغه هیواد یو نوې دور شروع کیدونکی دی.
هغه پرون د چارشنبې په ورځ د برازیل د پخوانۍ ولسمشرۍ ډلما روزیف د قدرت نه د لیري کیدو نه ورسته ملت ته وینا وکړه.
د دی نه مخکې د برازیل سنا د ولسمشرې ډلما روزیف د لیري کولو لپاره رایگیري وکړه چې د هغې په مخالفت کې ٦١ او په ملاتړ یې ٢٠ رایې واچولی شوی.
د یادونې وړ ده چې ډلما روزیف د برازیل لومړۍ ښځه ولسمشره وه. د هغې نه د یکشنبې په ورځ د شپارس ساعتونو لپاره سوال جواب وشول. پرون د سه شنبې په ورځ د هغې د لیري کیدو حتمي پریکړه وشوه.
د روزیف د لیري کولو په لړ کې د سنا د ټول ټال ٨١ غړیو د جملې نه ٥۴ رایو ته ضرورت وو چې د هغې په خلاف ٦١ رایې ورکړی شوی.