BBC
 شاته

د مسکو غونډه په ګډې اعلامیې سره پای ته ورسېده

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته نن چارشنبه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې راغلي چې د بین الافغاني خبرو په پایله کې په افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله شونې ده.