شاته

د ښوونځيو او پوهنتونونو د ازموینو سیسټم څه ستونزې لري؟

کله استاد درته ویلي چې په امتحان کې به درسره ګورم؟ سختې سختې پوښتنې مې درته راوړي، دا ځل به په اسانۍ رانه کامیاب نشئ!؟ او څه چې په کتاب کې دي، ټکي په ټکي هماغه ځواب ولیکئ، بل نه منم..

یا دا چې نمرې یې کمې درکړي او هڅه مو کړې چې پارچه مو بیا راوباسئ او ځان مطمئن کړئ، خو استاد کینه درسره اخېستې او اخطارونه یې درکړي؟

په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو ازموینې څه وړ ستونزې لري چې ځوانان ترې ځوريږي؟ د دې اوونۍ په تاندې څانګې کې همدا موضوع څېړو.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:

http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://Shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د 2 بجو او د سې شنبې په سهار د 10 بجو په خپرونه کې خپريږي.