BBC
 شاته

امرالله صالح به د ولسمشر غني‌ لومړی مرستیال وي

ارګ کې بي بي سي ته ځینې سرچینو منلې چې د افغانستان کورنیو چارو سرپرست امرالله صالح به راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال وي. سرورس دانش به د اشرف غني دویم مرستیال وي. د دې سرچینې په خبره، د روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل به د ازبک توکمو په استازۍ د ولسمشر غني ډله کې وي.