BBC
 شاته

ټرمپ افغانستان ته د نانسي پلوسي د تګ مخه ونیوله

په داسې مهال چې د امریکا د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي او د کانګرېس څو غړي افغانستان او بلجیم ته د تګ لپاره الوتکه کې سپرېدل ولسمشر ټرمپ یې مخه ونیوله. که څه هم ډونلډ ټرمپ د دې کار لامل د فدرالي حکومت رخصتي بللې، خو واشنګتن کې ټول په دې باور دي چې ولسمشر له پلوسي د غچ اخیستو لپاره دا کار کړی دی.