BBC
 شاته

قبایلو کې په لومړي ځل د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې

د خیبر پښتونخوا ایالت والي یا ګورنر شاه فرمان تېره اونۍ له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د ایالت قبایلي سیمو کې به راتلونکو څو میاشتو کې د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې وشي. قبایلي ولسوالیو کې د بېلا بېلو ګوندونو مشران وايي، ټاکنو ته لیوال دي، خو باور یې نشي چې دغه ټاکنې به پر ټاکلي وخت وشي.