شاته
"اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ډله بشپړه کړه"
افغان ولسمشر ته نږدې سرچینه وايي، چې د محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز ټیم مشخص او تایید شوی او تر راتلونکو څلورو ورځو به اعلان شي. په دغه ټیم کې د تېر په څېر دوه مرستیالان او د یوه قام په استازۍ یو کس ګډون لري، خو اجرایه ریاست پکې نشته.