BBC
 شاته

"کابل کې ۱۵سوه جنایتکاران چې ۲۰ بانفوذه کسان یې ملاتړ کوي"

یو مهم افغان امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې په جنايي جرمونو تورن ۱۵ سوه کسان پېژندل شوي دي. د دې سرچینې په خبره، ۲۰ "معزز" کسان د دې ۱۵ سوو تورنو ملاتړ کوي. دا سرچینه وايي، ځینې دا کسان ان د میاشتې له شل زرو نیولې تر یو لک امریکايي ډالر عاید لري.