BBC
 شاته

'۲۰۱۸ د افغان خبریالانو لپاره یو بل خونړی کال'

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې په بېلا بېلو ترهګریزو بریدونو کې ۱۷ افغان خبریالان وژل شوي دي. ویل کېږي دغه پېښې د وړم ۲۰۱۷ کال پرتله ۲۵ سلنه کموالی ښيي. ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ خبریالان افغانستان کې وژل شوي وو.