BBC
 شاته

عمران خان: له افغان حکومت او امریکا سره د طالبانو د خبرو هڅه کوو

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، افغان کشاله پوځي حل نه لري او له نېکه مرغه اوس ټول دا خبره مني. ښاغلی خان زیاتوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.