شاته

اجرائیه رئيس عبدالله: دښمن مو په سوله باور نه لري

د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هیواد یې له داسې دښمن سره مخ دی، چې په سوله او د قضیې حل لپاره په خبرو باور نه لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې د کورنیو چارو په وزارت کې د پولیسو دوه ورځني کنفرانس ته خبرې کولې وویل افغانستان په داسې یوه جګړه کې ښکیل دی، چې دښمن یې په خبرو اترو اصلا باور نه لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل" متاسفانه له داسې دښمن سره مخامخ یو، چې په سوله باور نه لري، په خبرو باور نه لري، د مذاکراتو له لارې د قضیې حل ته باور نه لري، که همدا دریځ حاکم وي او تر هغه چې دښمن مو ملاتړی ولري، متاسفانه په افغانستان کې به ناامني دوام ولري".

ډاکټر عبدالله عبدالله روانه جګړه د تیارې او رڼا جګړه وبلله.

د ځینو څېړونکو په ويناء د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د سولې د مذاکراتو لړۍ او هڅې په خورا تیزۍ سره پيل کړې، خو د څلور اړخیزو ناستو له ناکامیو وروسته اوس د ملي یووالي د حکومت توجه جګړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله دا هم وویل چې د پولیسو په لیکو کې ستونزې شته او اصلاحات لا هم سم ندي عملي شوي.

هغه وویل کومې هڅې چې د پولیسو د سمون لپاره شوي کافي ندي.

جګړې په روان فصل کې د افغان ځواکونو تلفات

د پولیسو دغه کنفرانس ته په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن بیا وویل چې ددې کال له پیله د جولاۍ تر میاشتې له ۹۰۰ نه زیات د ملي اردو سرتیري او پولیس وژل شوي دي.

هغه دا شمېره لوړه یاده او د امنیتي ځواکونو د سرښندنو یې وویل.

خو جنرال نیکولسن په امنیتي ځواکونو کې په تېره بیا د افغان پولیسو د رهبرۍ د ضعف ستونزې ته هم اشاره وکړه او د رهبرۍ کمزورتیا یې ګواښ وباله.

هغه وویل د ناټو او نړیوالو ائتلاف ۱۲۷۰۰ ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو سره دي.

جنرال نیکولسن د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا د زیاتو صلاحیتونو ورکړه د ترهګرۍ په ځپلو کې مهمه وګڼله.

په پام کې ده، چې د سږني میلادي کال په پای کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسیږي، اجرائيه رئيس او جنرال نیکولسن دواړو ددغه ماموریت د غځېدو او دوام غوښتنه وکړه.