BBC
 شاته

امریکایي جنرال:"که ځواکونه وځي افغانستان د طالبانو لاس ته ورځي"

يو جگپوړی امريکايي جنرال له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ناڅاپي وتلو او يا هم په دې هېواد کې دامريکا د ستراتيژۍ د بدلون پرضد خبردارى ور کوي. منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قومندانۍ ته نوماند جنرال جان مکينزي زیاتوي، افغان جگړه په ټپه ولاړ حالت لري او که امريکا وغواړي خپل ځواکونه وباسي، نو افغانستان به د طالبانو لاس ته کېوځي.