BBC
 شاته

فاریاب کې د طالبانو کلابندي؛ "سلګونه کسان له لوږې سره مخ دي"

د افغانستان شمال ته فاریاب کې ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو یوه سیمه کلابند کړې چې له امله یې تر پنځو کسان د لوږې او ناروغۍ له امله مړه شوي دي. چارواکي وايي، سیمه کې افغان ځواکونو ته د هوا له لارې خوراکتوکي رسوي.