BBC
 شاته

'قومندان نوید' تالقانو کې له ۳۰ ساعته کلابندۍ وروسته تسلیم شو

د تخار چارواکي وايي، د نامسؤوله وسله والو یو سیمه ییز قومندان نوید له ۳۰ ساعته کلابندۍ وروسته امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی. نوموړی وړمه ورځ په خان اباد ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته تالقانو ته وتښتېد او هلته د ځانګړو ځواکونو لخوا په یوه روغتون کې شاوخوا ۳۰ ساعته کلابند و، بلاخره تسلیم شوی.