BBC
 شاته

"افغانستان کې نژدې ۸ زره کسان په ایچ ای وې ایډز اخته دي"

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې په ایچ ای وې ویروس د اخته کسانو شمېر نژدې اته زرو ته رسیدلی دی. یاد وزارت وايي چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ایچ ای وي (HIV) په وژونکي ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. وزارت وايي یوازې تېر کال په دې وژونکې ناروغۍ څه باندې ۲ زره کسان اخته شوي دي.