شاته

ليوال: د پښتنو او بلوڅو تاريخي برخليک یو دې

هرکال د سنبلې (وږي) د مياشتې نهمه د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځې په نامه په کوزې پښتونخواه او افغانستان کې لمانځل کيږي چې سږکال هم د سرحدونو او قبايلو چارو په وزارت کې ولمانځل شوه .

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت تخنيکي مرستيال عبدالغفور ليوال وويل:

د تاريخي افغانستان په سینه باندي د ډيورند د کرښې راايستلو نه وروسته کوزو پښتنو او بلوڅو په وړاندې د ظلم او استبداد او تبعيضي چلند د پيل سره ددغو ولسونو خپلواکي او گډ برخليک له گډو تهديدونو سره مخامخ و او دوئ تاريخي افغانستان د خپل کور په صفت گاڼه .

ښاغلي ليوال زياته کړه ،د پورتنيو دلايلو پر بسټ په ١٣٢٨ کال د سنبلې په ٩ په پغمان کې لويه جرگه جوړه شوه چې د کوز او بر پښتنو مشرانو پکې گډون درلود ، په جرگه کې پريکړه وشوه چې بلوڅ او پښتانه هر چيری چې دي د خپل سياسي گډ برخليک او تاریخي مبارزې لپاره يو بل سره بايد پیوستون ولري او په گډه به کار کوي ، له هماغي ورځ نه تر ننه د جرگې د فيصلې پر بسټ د گډې مبارزې ورځ هرکال لمانځل کيږي .

عبدالغفور ليوال سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :