شاته

امریکا: چابهار بندر له بندیزونو معاف دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د ایران چابهار بندر او افغانستان ته د ایران تېل پر تهران تازه لګېدلو بندیزونو کې نه راځي. د چابهار بند د پروژې بشپړېدو سره په وچه ایسار افغانستان سمندر ته بله لار پیدا کوي او پر پاکستان یې تکیه کمېږي.