BBC
 شاته

"یو میلیون افغان ماشومانو ته پولیو ضد واکسین نه رسېږي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، اندېښنه لري چې د دې هېواد په نا امنو سیمو کې به کابو یو میلیون ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین له کمپاینه بې برخي پاتي شي. یاد وزارت وایي، یوازې په هلمند ولایت کې ښایي نیم میلیون ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ونه رسېږي.