شاته

طالبانو د جنگ لپاره نوی مشر وټاکه

طالبانو د افغانستان په اکثرو برخو کې د یاغیگرۍ په پراخولو او د حکومت د سولې د پیغام په ردولو سره ملا ابراهیم صدر د خپل نوي نظامي مسؤل په توگه معرفي کړ.

یو شمیر طالب مقاماتو د اسوشیتید پرس اژانس سره په تلیفوني مرکه کې ویلي دي چې ملا صدر یو وخت د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له نژدې کسانو څخه و. د هغوی په وینا د هغه ټاکنه هغو خلکو ته د طالبانو د مقابلې او جگړې د دوام پیغام دی چې غواړي دغه ډله د افغانستان د حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کش کړي.

د طالبانو مقاماتو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې صدر یو میدان لیدلی طالب قوماندان دی چې د طالبانو د رژیم له منځه تللو وروسته ددې ډلې په لیکو کې یې شهرت گټلی دی.

ملا صدر په داسې حال کې ټاکل کیږي چې د افغانستان په جنوب کې د افغان امنیتي او دفاعي قواو پر وړاندې د طالبانو حملو او تاوتریخوالي دومره زور اخیستی چې د امریکا متحده ایالات یې هلمند ته د اضافي قواو استولو ته اړ کړي دي.

له دې دمخه د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل ویلي وو چې ددې ولایت ۸۰ په سلو کې د طالبانو تر کنترول لاندې دی.

په روانه میاشت کې د افغانستان څو ولسوالۍ کله طالبانو او کله هم بیرته افغان ځواکونو نیولي دي او د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو په وینا افغان سرتیري همدا اوس په ١٥ ولایتونو کې د طالبانو سره په جگړو بوخت دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د سولې د شورا یو غړي محمد اکبري د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې هیڅ ډول پرمختگ نه دی شوی. د هغه په وینا بلکې د طالبانو حملې لا سختې شوي دي.

طالب مقاماتو همداشان ویلي دي چې پر افغان مهاجرو باندې د پاکستان له لورې په تازه محدویتونو کې یو شمیر طالب جنگیالي چې په هغه هیواد کې یې د اوسیدو سند نه درلوده هغوی هم نیول شوي دي او کورنۍ یې د افغانستان خواته لیږل شوي دي. دغو مقاماتو ویلي دي چې افغانستان ته د اوښتو دغو جنگیالیو د معشیعت د تامین لپاره طالبان غواړي د خپل کنترول لاندې سیمې نورې هم پراخې کړي.

د افغانستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې پاکستاني مقامات په دې ملامتوي چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او د حقاني شبکې پر ضد عملي او جدي گامونه نه پورته کوي. دا ډواړه ډلې د افغانستان په جگړو او ورانیو کې لوی لاس لري.

په کابل کې پر امریکایي پوهنتون باندې د تیرې اونۍ له وژونکې حملې وروسته افغان مقاماتو پاکستاني مقاماتو ته د پاکستان د مخابراتي شبکو درې نمرې ورکړې چې د هغوی په وینا حمله کوونکي د همدې نمرو په واسطه له پاکستان څخه رهنمایي او سوق کیدل.