شاته
هند کندوز کې برېښنا بند جوړوي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي یوې هندۍ کمپنۍ په کندوز ولایت کې خان اباد دویم بند جوړوي. چارواکي وايي، دا بند به ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا تولیدوي او ۴۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي. د دې بند جوړېدلو سره کندوز ښار کې ۱۸ زره کورنیو ته برېښنا رسېږي.