BBC
 شاته

د اندړو ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد و نقیض رپوټونه

د غزني د اندړو ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض رپوټونو ترلاسه شوي دي. وسله وال طالبان وایي چې د اندړو ولسوالي یې نیولې او حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې. خو د افغانستان د دفاع وزارت د ولسوالۍ د سقوط خبره رد کړې او وایي هلته سخته جګړه روانه ده.