BBC
 شاته

کرېکټ غوره ليګ: بلخ له پکتيا لوبه وګټله

د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سيالیو نننۍ لوبه چې د بلخ لېجنډز او پکتيا پنترز تر منځ د متحده عربي اماراتو شارجه کې وشوه، بلخ په ۸۹ منډو وګټله. بلخ پکتيا ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه خو پکتيا ونشوای کړی دغه هدف بشپړ يوازې ۱۰۶ منډې يې وکړې او لوبه يې وبايلله.