شاته

امریکا او هند نوی پوځي تړون لاس لیک کړ

د امریکا متحده ایالاتو او هند موافقه وکړه چې د پوځي تدارکاتو او ترمیماتو لپاره د یو بل د هوایي او سمندري اډو څخه استفاده وکړي.

دغه نوی تړون چې د دوشنبې په ورځ لاس لیک شو، د دواړو هیوادونو د دفاعي اړیکو د ټینگولو په لور یو بل گام دی. دا دواړه هیوادونه د چین د مخ په ودې سمندري ځواک په وړاندې د مقابلې په لټه کې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر په واشنگټن کې د خپل هندي سیال منوهر پاریکار سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دې تړون لاس لیک به "د گډو عملیاتو تدارکات اسان او اغیزناک" کړي.

د هند سره د پراخې امنیتي همکارۍ او د مصؤنو اړیکو د ایجاد لپاره باید دغه تړون ضروري و خو د لاس لیک کولو لپاره یې د واشنگټن او ډهلي ترمنځ رسمي موافقه حتمي وه.

د تیر کال په اکتوبر کې د هند او امریکا پوځ د بنگال په خلیج کې گډ پوځي تمرینونه وکړل

د تیر کال په اکتوبر کې د هند او امریکا پوځ د بنگال په خلیج کې گډ پوځي تمرینونه وکړل

خو نوی ډهلی له اوږدې مودې راهیسې اندیښمن و چې کیدای شي دا ډول تړون په هند کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي اډې لپاره زمینه برابره کړي، یا هم د هند پوځي خپلواکي تر پښو لاندې کړي او دا هیواد د متحده ایالاتو سره پوځي ایتلاف ته اړ کړي.

ښاغلي کارتر له هند سره د نژدې پوځي اړیکو ټینگولو ته لومړیتوب ورکړی و او تیر کال یې د امریکا د دفاع په وزارت کې یو ځانگړی څانگه ایجاد کړې وه چې د هند سره پوځي همکارۍ پراخې او پیاوړې کړي.

واشنگټن ته په روانه اونۍ کې د ښاغلي پاریکار سفر د نوي پوځي تړون د کار د بشپړولو لپاره د هند او د امریکا د متحده ایالاتو د مقاماتو ترمنځ شپږمه غونډه وه.

په واشنگټن کې چارواکي په دې باور دي چې د تدارکاتي تړون لاس لیک د امریکا سره د نژدې پوځي اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره د هند د صدراعظم نریندرا مودي د لیوالتیا څرگنده نښه ده.

بنجامین شوارتز چې د تیر کال پورې د امریکا د دفاع په وزارت کې د هند د څانگې مسؤل و د رویترز اژانس ته وویل "د کلونو راهیسې په هندي رسنیو کې د هند او امریکا د موافقو په اړه ناسم معلومات خپریدل."

ښاغلی شوارتز وایي اوس د ښاغلي مودي حکومت غواړي د امریکا سره د اوږدمهاله دفاعي اړیکو د گټو لپاره په لنډه موده کې ددې تړون د مخالفینو د انتقادونو رنځ وزغمي.

یو شمیر هندي سیاستوال پر واشنگټن باندې په دې خاطر بې باوره دي چې پخوا یې پر هند بندیزونه لگولي وو. په کال ١٩٩٨ کې د هند د اتومي ازموینې وروسته متحده ایالاتو یو لړ بندیزونه ولگول.

خو ددې سره سره د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو تیره ورځ ټینگار وکړ چې ددې سند لاس لیک کول په هیڅ ډول په هند کې د امریکا د پوځي اډې د ایجادولو موافقه نه ده.

رویترز وایي، د امریکا پوځي ځواکونو واضح کړې ده چې غواړي د هند سره زیاتې اړیکې ټینگې کړي په ځانگړې توگه د چین سره د مقابلې لپاره چې د امریکایي مقاماتو په باور غواړي د چین په جنوبي سمندرگي کې په خپلو ارضي ادعاو او زور زیاتي سره سیمه له کړکیچ سره مخامخ کړي.

په دې ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هیله څرگنده کړې چې د هند او امریکا ترمنځ همکاري په سیمه کې د ثبات او سولې د رامنځ ته کیدو سبب شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چون یینگ د سه شنبې پورځ وویل چې د هند او امریکا ترمنځ دا ډول عادي اړیکو ته په مثبته سترگه گوري.