شاته

د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د بیا لیدنې لپاره هوکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د شمالي کوریا د مشر په لیدنه کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو مشران- ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون- بیا "ژر تر ژره" سره وویني. په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلي چې "نږدې راتلونکي کې" له کېم جونګ اون سره لیدنې ته سترګې په لار دی.