BBC
 شاته

ایران کې پر پوځي پرېډ خونړی برید شوی

وسله والو د ایران په اهواز ښار کې د پوځي پرېډ په دستورو بريد کړی چې د حکومتي رسنیو په وینا د انقلابي ځواک په ګډون لږترلږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي. دولتي رسنۍ وايي فکر کوي چې دا به د 'اسلامي دولت" ډلې اړوند سني وسله وال وي.