BBC
 شاته

مزار او کندهار کې د ټاکنو د ځنډېدو خبرداری

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، که په کندهار او مزار شریف کې د ټاکنو کمېسونونو ولایتي دفترونه تړلي پاتې شي، نو دوی به ځانګړې کمېټې ته په دغو ولایتونو کې د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنو د ځنډېدو وړاندیز وکړي. بله خوا هرات کې د کمیسیون دفتر پرون بېرته پرانیستل شو.