BBC
 شاته

پکتیکا کې د سولې په نوم کرېکټ سیالۍ

Image copyright

پکتیکا ولایت کې تېر کال سپتمبر میاشت کې د والي بال لوبې پر مهال له ځانمرګي برید وروسته لومړی ځل لسګونه ځوانان په یوه لوبغالي کې د کرېکټ لوبې نندارې لپاره یو ځای شوي وو.

د سولې په نوم د کرېکټ دغه سیالۍ د یاد ولایت د ۶۴ لوبډلو تر منځ وشوې.

سمسور او د دیګانو لوبډله د پایلوبې سیالان وو، چې د دیګانو لوبډلې د دغې سیالۍ جام تر لاسه کړ.

د سیمې ځوانان وايي کرېکټ سره ځانګړې مینه لري، خو شته ستونزو یې لاس تړلي دي. د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د پکتیکا مرکز شرنې په خاورین لوبغالي کې خبریالانو ته وویل، چې د شته ستونزو هواري لپاره هلې ځلې کوي:

''په پکتیکا کې د کرېکټ لوبو لپاره زمینه په نشت حساب ده، تر اوسه پکتیکا معیاري لوبغالی نه لري، اکاډیمي نه لري خو هڅه کوو، چې لومړی یوه کرېکټ اکاډیمۍ ورغوو او وروسته د یوه کال په موده کې د لوبغالي د رغولو چارې پیل کړو.''

پکتیکا په سویل ختیځ کې پروت ولایت دی، چې د نورو ستونزو تر څنګ یې اوسېدونکي د سپورتي اسانتیاوو نشتوالي له کبله شکایت کوي.